اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي )د اطلاعات٬خپرونو او قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ وئېلي دي د پاكستان ??روازې نړۍ لپاره پرانستلې كېږي٬ د 126 هېوادونو څخه پاكستان ??ه راتلونكو سېلګرو لپاره ويزا فيس ختم كړے شوے ٬اي ويزا پالېسي معارفي كړې شوې كومه به چې د نن شپې څخه نافذالعمل شي٬د خليجي هېوادونو استوګن دې يوازې د پاسپورټ سره پاكستان ??ه راځي٬هغوي ته آن ارائيول ويزا جاري كړی شوې۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خطاب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل پيرس اولمپكس كښې پاكستان ??ه د ګولډ ميډل ګټلو اعزاز ترلاسه شوے په كوم چې ټول هېواد جشن لمانځي۔ده ووئيل د هر خوا نه ښه خبرونه راروان ??ي٬د پنجاب پشمول ټول صوبائي حكومتونه په دې خ??شح??لو كښې شريك دي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان ??يولين تهرور ارشد نديم هېواد ته په راستنېدو په غېر روايتي انداز كښې هركلے شوے ٬هغه ته د يو اتل هر كلے وئېلے شوے ٬د هغه الوتكې ته د واټر كينن څخه سلامي شوې۔ارشد نديم پيرس اولمپكس ته د روانېدو څخه وړاندې هم وزيراعظم سره ملاقات كړے ؤ ٬د هغه څه مسئلې وې كومې چې حل كړې شوي۔ده ووئيل پاكستان 40 كاله پس ګولډ ميډل او 32 كاله پس كوم ميډل ګټلے كومه چې د خ??شح??لۍ خبره ده٬د آزادۍ ورځې په موقع دا خ??شح??لي يو په دوه شوې۔ده ووئيل نن د پنجاب اعلٰی وزيرې ميا چنو كښې د ارشد نديم كور ته په تللو هغه ملاقات كړے او د هغه ډاډګيرنه ېي كړې۔ده ووئيل زمونږ په تېر دور كښې د ډيپارټمنټل سپورټس بحالي يو ښه اقدام ؤ ۔وفاقي وزير ووئيل ارشد نديم ته په اسلام آباد كښې د يو اتل په توګه هر كلے وئېلے شوے ٬ هغه به په ريډ زون كښې قيام كوي او د دې نه پس به په وزيراعظم هاؤس كښې د هغه به اعزاز كښې سركاري مېلمستياﺀ وركولې شې۔ده ووئيل ارشد نديم د پاكستان ??ېرغ په پيرس كښې هسك كړے٬هلته د پاكستان ??رود غږولې شوے ٬د پاكستان ??ېرغ تر ټولو هسك ؤ ځكه چې د ارشد جيولين تهرو تر ټولو زياته وه۔وفاقي وزير ووئيل ارشد نديم اولمپكس كښې په رېكارډ ماتولو لويه كا??يا??ي ترلاسه كړې۔ده ووئيل ارشد نديم يو ځانګرې كيسه ده كوم چې په لاكهونو ځوانانو لپاره د لارې مشال دے۔ده ووئيل د 14 اګست په مركزي دستوره كښې ارشد نديم رابللے شوے ٬هغه به وزيراعظم محمد شهباز شريف سره بېرغ هسك كوي۔وفاقي وزير ووئيل ارشد نديم د قام هيرو دے٬د هغه په كا??يا??ۍ مونږ هغه ته مباركي وركوو۔د اي ويزا پالېسۍ په اړه په خبرو كښې ده ووئيل د 126 هېوادونو لپاره ويزا فيس ختم كړے شوے ٬ويزا پروسيس آسان ??وے٬د نن شپی څخه به په دې عملدرآمد پېل كېږي٬ د 126 هېوادونو وګړو لپاره يو ساده فارم معارفي كړے شوے د كومو په ليكلو به چې 10 دقيقې لګي چې څنګه فارم د ډكولو سره كلك كړے شي نو په سمدستي توګه به اي ويزا جاري كړی شي كومه به چې د 90 ورځو لپاره وي ٬ د دغې د 90 ورځو نه پس به تجديد كولې شي۔ده ووئيل په دې فارم كښې 30 پوښتنې شوي چې په ځواب وركولو به ويزا جاري كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د دې 126 هېوادونو لپاره به ويزا فيس نه وي٬خلقو ته به د ويزې ترلاسه كولو لپاره سفارتخانو او هائي كميشنز ته تلل ورپغاړه نه وي۔ده ووئيل پاكستان ښكلے هېواد دے٬دلته ډېر پوټينشل شته ٬مونږ غواړو چې د بهر نرۍ څخه خلق دلته راشي او زمونږ د هېواد ښائست اوويني۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان يو محفوظ او پرامن هېواد دے٬په هوائي مېدان ??ېر ملكيانو لپاره به يو ډيسك جوړولې شي چرته به چې امنيتي ادارې سېلګري د سفر په اړه خبروي٬د سېلګرو امنيت زمونږ وړومبې ترجيح ده ۔داخله وزارت د صوبائي حكومتونو سره په ګډه د سېلګرو امنيت لپاره ښه انتظامات كوي۔ده ووئيل ګلګت بلتستان ??ه هر كال په زرګونو سېلګري راځي٬هلته پاكستاني كم او غېر ملكيان ??يات وي۔په ګلګت بلتستان كښې د امنيت ښه انتظامات شوي۔ده ووئيل د سېلګرو لپاره به امنيتي انتظامات كښې لا ښه والے په نظر راشي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سعودي عرب٬متحده عرب امارات پشمول نورو هېوادونو دورو په مهال مونږ د خېبرپښتونخوا دننه د سېلګرۍ ځايونو په اړه تجاويز وركړي چې په دې سيمو كښې هوټلز پرانستلے شي٬په اسلام آباد كښې هم د هوټلز كمے دے٬ددې لپاره به هم اقدامات كولې شي دغسې چې نوي هوټلز جوړ كړے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاك پوځ د نړۍ په ښو ځواكونو كښې شمېرلې كېږي٬پاك پوځ كښې د ميرټ نظام شته ٬پاك پوځ كښې د احتساب ن??ام ته څوك ګوته نه شي نيولې
د پاكستان دروازې نړۍ لپاره پرانستلې كېږي٬ د 126 هېوادونو څخه پاكستان ته راتلونكو سېلګرو لپاره ويزا فيس ختم كړے شوے ۔عطاﺀالله تارړ
BNG Electronics Reliable Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب