اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د سعودي شوریٰ کونسل چیئرمېن ډاکټر عبد اللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ د دو??ړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه پارليماني اړيكو لا مستحكمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي سعودی شوریٰ کونسل د پاکستان قامی اسمبلۍ سره د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې مرسته كولو له خوښي لري۔ د شورو په ورځ د قامی اسمبلۍ سېکرټرېټ میډیا ډائرېکټورېټ لخوا د جاری شوي بیان له مخې د سعودی شوریٰ کونسل چیئرمېن ډاکټر عبداللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي د پلاوي په كچه ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق او د شوریٰ کونسل چیئرمېن ډاکټرعبداللہ بن محمد بن ابراهیم الشېخ موجود وؤ۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه پارليماني او اقتصادي اړيكو په لا مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ډپټی سپیکر سید میر غلام مصطفیٰ شاہ، وفاقي وزیر چوهدري سالک حسین ، د قامي اسمبلۍ غړي شګفته جمانی، ګل اصغر خان، سید حفیظ الدین، نور عالم خان، زېب جعفر او صاحبزادہ حامد رضا هم موجود وؤ۔ سپيكر اياز صادق پلاوي ته هركلي وئيلو سره خپلو خبرو كښې ووئيل په نړۍ كښې حالات تندۍ سره بدلېږي كوم چې دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو غوښتنه كوي۔ د سعودي شوریٰ کونسل چيئرمېن پ?? تود هركلي د قامي اسمبلۍ سپيكر او د قامي اسمبلۍ غړو مننه كولو سره ووئيل د پاكستان پ?? دو??ه زه زيات خوشحاله شوے يم ٬ پاكستان د اسلام په نامه آزاد شوے ٬ د نړۍ يو مهم هېواد دے٬ سعو??ي عربستان پاكستان يو سوكاله او پرمختګ كړے هېواد ليدل غواړي۔ ده ووئيل دو??ړو هېوادونه يو بل سره ديني خپلولي لري٬ پاكستان تل سعو??ي عربستان سره ولاړ پاتې شوے٬ سعو??ي عربستان پاكستان سره پارليماني او اقتصادي اړيكو له زياتولو او مستحكمولو له خوښي لري۔ دوهم سپيكر ووئيل د سعودي پلاوي دو??ې سره به د دو??ړو هېوادونو ترمينځه همكاري لا پراخه شي۔ وفاقي وزیر چوهدري سالک حسېن ووئيل زيات شمېر پاكستاني وګړي په سعو??ي عربستان كښې خپل خذمات ترسره كوي٬ پاكستاني وګړي سعودي حرمېن شريفېن سره بې كچه مينه لري۔ صاحبزاده حامد رضا ووئيل سعو??ي عربستان سره د اړيكو په اړه د پاكستان حكومت او مخالفه ډله يو ډول دريځ لري۔ د سعودي شوریٰ کونسل غړې ډاکټر عیشه بنت حسن زکری ووئيل په سعو??ي عربستان كښې مېرمنې يو برابر حقونه لري٬ هغوي د زده كړو ٬ روغتيا او ټېكنالوجۍ په شمول په ټولو څانګو كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ سعودی پارلیمانی پلاوې به د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې پارليماني كاكسسز او فورمز سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔
د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه دوه اړخيزه پارليماني اړيكې به لا مستحكمول وي: ډاكټر عبد الله الشېخ
Yibang Electronics Honest Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک