اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي عمران خان قام ته دروغ وئېلي٬ټول حقائق اولس ته وړاندې شوي٬د اړي ګړ?? او جلاؤ ګهيراؤ مقصد اېن آر او غوښتل دي كومه چې نه شي ترلاسه كېدې٬اوس انصاف په نظر راتلل پكار دي۔د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته وېنا كولو په مهال شيري رحمان ووئيل د فارن فنډنګ كيس ټول حقائق وړاندې راغلي ځكه چې د ممنوعه فنډنګ د لارې هېواد بدنام ??ړے شوے ۔دې ووئيل پاكستان تحريك انصاف د دروغو لار نيولې او دومره دروغ وائې چې نن هغه آټش فشاں غر جوړ شوے٬عمران خان 8 كاله د فارن فنډنګ پريكړه وړاندې نه ده پرېښودلې او الېكشن كمېشن او ادارې ئې په فشار اچولو يرغمال كړي٬اوس په 34 اكاؤنټس وړاندې راتللو وائي چې لږ مني لانډرنګ وشو نو څه چل وشو٬ دې ووئېل د آئيني پوهانو خيال دے د هغه نااهلي پكار ده او فوجداري مقدمات هم جوړېدل پكار دي۔شيري رحمان ووئيل د درې نيمو كلونو په مهال تحريك انصاف معيشت تباه ??ړے او كله چې مونږ اقتدار سنبهال كړو نو هېواد ديواليه كېدو ته نزدې ؤ ۔ده ووئيل عمران خان بيا بيا قام ته دروغ وئېلي٬اوس كله چې د هغه څخه پوښتنه كېږي نو د جلاؤ ګهيراؤ سي??ست كوي او د هغه عادت د اېن آر او لټون دے۔وفاقي وزيرې ووئيل په هېواد كښې د سېلاب او بارانونو له امله تباهي شوې٬ګڼ شمېر كسان مړه شوي٬د پ??كا?? نوې چپې هم راروانې دي خو هغه د هېواد او قام د ستونزو او پرېشانۍ خيال نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل كشمير چې هغه په كوم ډول خرڅ ??ړے د دې مثال پخوا نه موندلے كېږي٬هغه د خپل حكومت په دور كښې هم د خلقو لپاره ستونزې راپیدا كړې او اوس د اقتدار نه پس هم د احتجاج او انتشار سي??ست د لارې د هېواد زيان كوي۔دې ووئيل د وګړو د ځان او مال تحفظ د ري??ست ذمه واري ده او په دې كښې به هېڅ ډول بېغوري زغملې نه شي۔وفاقي وزيرې ووئيل كابينه چې كومه هم پريكړه كوي په متفقه توګه به وي٬چاته به هم قانون په لاسونو كښې د اخستو اجازه ورنه كړې شي
عمران خان قام ته دروغ وئېلي٬ټول حقائق اولس ته وړاندې شوي۔ د وفاقي وزيرې شيري رحمان پرېس كنفرنس ته وېنا
Craps reputable website
مضمون کا ماخذ : bolão quina