اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی)د تعليم ??فا??ي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې اولس ته د پاكستان د آئين په اړه پوره خبرتيا وركول پکار دي، په دې لړ كښې په تعليمي ن??اب كښې د آئين او تاريخ مهمې برخې په سمدستي توګه شاملوؤ۔ د پاکستان د آئين پنځوسمې کليزې په مناسبت اے پي پي سره په خپلو خاص خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان د آئين د 50مې كليزې نمانځل ډېره د خوشحالۍ خبره ده او ټول ملت ته يې مباركي وركوم۔ ده وو??ل چې آئين يو ډېر مقدس او مهم سند وي چې د هېواد نظام چلوي او د وګړو د حقونو ساتنه کوي۔ ده وو??ل چې وګړو او په ځانګړې توګه نوي نسل ته پکار دي چې د پاکستان له آئين څخه ځان خبر ساتي دغسې چې هغوي ته د خپلو حقونو او ذمه وارو ادراك وي۔ ده ووئيل په قامي تعليمي ن??اب كښې د پاكستان د آئين او تاريخ مهمې برخې شاملولو سره اړونده تګلاره وضعه كړې شوې ده او د روانې مياشتې په مهال به دا په ن??اب كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د دستور په عملي توګه د نافذ كولو عزم لرؤ۔
د آئين او تاريخ مهمې برخې به په تعليمي نصاب كښې شامل كړې شي۔ د زده كړو وفاقي وزير رانا تنوير حسين
Medusa IIAPP game website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی