اسلام آباد۔3 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي و??ير سېنېټر اسحاق ډار سره د شورؤ په ورځ د امريكائي سفارت خانې ناظم الامور اېنډريو شوفر په فنانس ډويژن كښې ملاقات كړے۔ اېنډريو شوفر د پاكستان امريكې سره په اقتصادي او ت??ارتي څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دغسې د خزانې وفاقي و??ير هغه د هېواد اقتصادي وضعې په اړه خبر كړو او هغه سره يۍ هېواد ته په پېښو چېلنجونو خبرې وكړې۔ ده امريكائي ناظم الام??ر معيشت مستحكمولو٬ تلپاتې پرمختګ باوري كولو او د هېواد معي??ت لوړې كچې ته د رسولو مقصد ترلاسه كولو له په دې وروستيو كښې د حكومت د سختو پرېكړو په اړه هم خبر كړو۔ د خزانې وفاقي و??ير ناظم الامور ته د آئي اېم اېف روان پروګرام په اړه هم ووئيل او ده ته يۍ باور وركړو چې حكومت د دې پروګرم بشپړولو عزم لري۔ اېنډريو شوفر د هېواد معاشي استحكام لپاره د حكومت په پالېسيو او پروګرامونو د باور څرګندونه وكړه او د دوه اړخيزه اقتصادي او ت??ارتي اړيكو مخ په وړاندې بوتللو له يۍ خپل ملاتړ تكرار كړو۔ وفاقي و??ير د ناظم الام??ر مننه كولو سره امريكې سره د اړيكو لا پراخه كولو له د حكومت د عزم پخلے وكړو۔
وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د امريكائي ناظم الامور اېنډريو شوفر ملاقات
MT online online entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں