اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې عمران نيازي په ټګۍ او خوښه وزيراعظم جوړ كړې شو?? ؤ٬ د هغه د وزيراعظم جوړولو مقصد ټول غله او شوكمار ګرځول وو٬ عمران خان تر لس كالو د مسلط ساتلو منصوبه وه٬ تحريك انصاف هېواد تباهۍ سره مخ كړې، د عمران نيازي په ضد مقدمې شجر ممنوعه ګرځولې شوي٬ كه عمران خان خائن او بدديانت نه دے نو په عدالت كښې دې خپله بې ګناهي ثابته كړي، دوه مخيز معيار سره انصاف ته زيان رسولې شو?? دے۔ د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې د څرګندونو په مهال وزيراعظم ووئيل عمران خان د غلطي ډنډوري د لارې قام تقسيم كړې او هر ځائې ئې زهر خپاره كړي، عمران نيازي امريكې سره د اړيكو په خرابولو كښې كمې نه دې پرېښولې٬ مونږ د پاكستان په سفارتي محاذ نړۍ سره اړيكې ښه كولو لپاره اقدامات كړي٬ حکومت ته په ورثه كښې ترلاسه مسئلې او په چېلنجونو قابو موندلو لپاره تر ډېره حده هڅې كوي، هېواد ډېر ستونزمن صورتحال څخه تېرېږي٬ په آئيني توګه منتخب زمونږ حكومت د امريكې سازش ګرځولے شو??، عمران خان او د ھغه ملګري په بې شرمۍ سره دروغ وائي، د پي ټي آئي په حكومت كښې د اربونو په كرپشن چا ځواب نه غوښتې بلكې په مالم جبه٬ بليون ټري سونامي او د بي آر ټي غوندې د كرپشن په كېسونو كښې ورته كلين چټ وركړې شو?? او دغه مقدمې شجر ممنوعه ګرځولې شو?? دي او پخواني وزيراعظم نواز شريف ته د پانامه ډرامے او د اقامے په عجيبه مقدمو كښې سزا اورولې شو??، ھغوي خپلې لور سره عدال??ون?? ته وړاندې شو??٬ د آصف علي زرداري خور د اختر په شپه د روغتون څخه ګرفتاره كړې شوي٬ نن د نېب د غبن او كرپشن په مقدمو كښې عدليه فولادي دېوال جوړ شو?? او زمونږ مقدمې ځنډولې كېږي، تر كلونو د ضمانت خواست نه اورېدلې كېده٬ پرون د عدالت په ريماركس خېران شو??٬ كاش چې فريال تالپور، مريم نواز او مونږ هم په عدالت كښې په ليدلو وئيلي شو?? وې چې ستاسو په ليدو خوشحاله شو٬ د عام وګړو مقدمې په عدال??ون?? كښې په كلونو پرتې وي٬ مونږ صبر سره په ټولو مقدمو كښې عدالت ته وړاندې شوي ۔ وزيراعظم ووئيل د عمران نيازي مقصد د آئي اېم اېف ډيل ختمول او پاكستان په معاسي توګه تباه كولو ٶ، د نېب نيازي ګټھ جوړ سرمايه كار تښتولي٬ وزيراعظم ووئيل عمران نيازي په حساس تنصيباتو بريدونه كړي٬ كه عمران خان خائن او بدديانت نه وي نو په عدالت كښې دې خپله بې ګناهي ثابته كړي۔
عمران نيازي په ټګۍ او خوښه وزيراعظم جوړ كړې شوې ؤ٬ د هغه د وزيراعظم جوړولو مقصد ټول غله او شوكمار ګرځول ؤ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي كابينې په غونډه كښې څرګندونه
South Australia online entertainment website
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria